خانه / خبرها / افغانستان / په غزني کې حاکم وضعیت ته کتنه؛
کد خبر: 9411271863
په غزني کې حاکم وضعیت ته کتنه؛

په غزني کې حاکم وضعیت ته کتنه؛

غزنی له کلتوري، ټولنیز اقتصادي، امنتي او جغرافياوي لحاظه يو مهم او د پام وړ مهم ولایت دی، له هره پلوه يې هم ښه اوهم بد وضعیت په ټول هيواد باندې تاثیر غورځونکی دی.
که په دې ولایت کې امینت او ثبات قایم وي نو په دې مانا دی چې ټول هیواد به له امن او ثبات څخه برخمن وي او که حالت يې ترنګلی او له کړکیچه ډک وي په همدې توګه به ټول هيواد نارامه او له ننګونو سره مخ وي
دې ته په کتو سره د غزنې په اړه بحث او خبرې نه يوازي دغزني د اوسېدونکو لپاره مهم او بنسټېز رول لري بلکه د هيواد په کچه د پام وړ بللې کېدای شې .
د هیواد د نورو ولایتونو په څېر د غزنې ثبات او پرمختګ له ښې حکومتوالۍ سره تړلی دی، که حکومتوالۍ يې له فساد څخه لیرې وي، خلکو ته په مستمر او مثمر ډول سره خدمات وړاندې شې، خلک په خوندې ژوند کولو باندې ډاډمن شې نو لیرې نه ده چې د حکومت او ولس تر منځ چې کوم واټن شتون لري له منځه به لاړ شې او تر منځ به يې د ګډي همکارۍ زمینه رامنځ ته شې .
يوه خبره چې موږ يې په زغرده کولای شو هغه دا ده چې په غزنې کې روان سیاسې او اداري وضعیت چندان ښه لاسته راوړنه نده لرې يانې که چیرته اوسنۍ فساد همداسې حاکم وي نو له شکه پرته به ډېر ژر د حکومت له ولکې او واک څخه حاکمیت ووځې، ځکه د غزنې اوسنۍ محلي اداره د خلکو او ولس لپاره د خدماتو د وړاندې کولو وړ او پاملرونکې برنامه نه لري چې دا حالت په ډېرو مواردو کې د خلکو او حکومت تر منځ د فاصلې د ایجاد سبب ګرځېدلی.
د غزنې په محلي دادره کې په پراخه کچه فساد شتون لري، د هغې څيړنې په بنسټ چې د بدلون و ژغورنی ملی مجمع په لاره اچولې وه مالومه شوه چې د غزنې ولس له اوسنۍ اداري څخه ناخوښه دی چې علت يې په دې اداره کې د پراخ فساد شتون په ګوته شوی دی .
دا څيړنه په ډاګه کوي چې د غزنې په هره محلي اداره کې له بده مرغه فساد په سازمان یافته ډول سره په يو دود بدل شوی، رشوت اخستونکی او وروکونکی يې له اخلاقې پلوه د هيڅ ډول ناراحتي او ملامتیا احساس نه کوي، اختلاس او په قرار دادونو کې فساد په پراخه کچه شتون لري .
پورته ټولو ادعاوو اود ولسونو د ښې ورځې په وړاندې شته ننګونو ته په کتوسره مرکزي حکومت ته په کار دي چې د غزنې د روان وضعیت د له منځه وړلو او يوې روڼې حکومتوالۍ رامنځ ته کولو په پار يو باصلاحیته استازی د څيړنې لپاره وګماري او شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدي .
په تیرو څوارلسو کالو کې د غزني پر محلي اداري یوه فاسده او مصلحتي اداره تپل شوي، دغه اداره تل خپله بقاء په فساد کې ویني، د دوي ریښې تر کابله پوري رسېږي، په محلي اداره کې د ځینو خاصو کړيو او مافیايې ډلو مصلحت اعمال کړی، دوي په کابل کې د غزني په محلي اداره کې د تقریري او عزل اړوند پراخ صلاحیتونه لري، له نوموړي صلاحیتونو څخه په ګټه اخیستو دوي تل د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کړي دی.
د غزني خلک له فساده خالي اداره غواړي، داسې اداره چې دوي ته د ښه ژوند تضمین ورکړي، خدمات ورته وړاندي کړي، له ټولو وګړو سره له تبعیض او تعصب څخه پرته برخورد وکړي، تقرري په کې د ظوابطو پر مټ وي نه د اړېکو پر بنسټ
باید ووایو چې نور د غزني خلک په هيڅ عنوان سره اوسنۍ فاسده چارواکې د حاکمانو په توګه نشې منلای، د غزني خلک غواړي چې د محلي اداري د ښتوب په پار پراخ او چټک ګامونه د مرکزي حکومت له طریقه اوچت کړي تر څو د تغیراتو او اصلاحاتو په محور کې يوه پاکه، سالمه او خدمتګاره محلي اداره په غزنې کې رامنځ ته شوې وي .

http://Jaghorinews.com/?p=1856
ليكوال : عنايت ناصر – هفته نامه کارا

Download PDF

درباره‌ مدیریت جاغوری نیوز

ار تباط با مدیریت وبسایت خبری جاغوری نیوز: / 0093797675981 Info@Jaghorinews.com

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

برای نشر نظر تان در جاغوری‌نیوز، خانه‌خالی ذیل‌را با عدد مناسب پر کنید! *

جاغوری‌نیوز - پایگاه خبر‌رسانی جاغوری